د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان په تړاو پر امریکايي پوځ نیوکه کړې ده. نوموړي په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د امریکایي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي د دې پر ځای چې په افغانستان او هلته د امریکایي ځواکونو پر وضعیت تمرکز کړی وی، په تلویزیوني مرکو کې به ناست و او له ځان یې تلویزیوني ستوری جوړاوه. دده په وینا داسې شهرت غوښتونکي جنرالان به امریکا نوره هم په نړیواله کچه بې عزته کړي. ټرمپ همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځ د ناکامۍ او د دیارلسو امریکایي سرتېرو د وژلو اصلي مسوولین همدا بې کفایته جنرالان او د امریکايي پوځ مشران دي. تر دې وړاندې هم ټرمپ ویلي وو چې بایډن د ده پر جوړه شوې تګلاره عمل و نه کړ او امریکایي جنرالان د سرتېرو د وتلو ماموریت په منظمولو کې ناکام وو.












