یو پخواني امریکایي ډیپلوماټ، طا لبانو سره د امریکا د مذاکراتي ټیم غړي او د نیویارک پوهنتون استاد بارنیټ روبین ویلي چې امریکایي استخبارات له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدل چې د طا لبانو منځ کې نفاق واچوي. هغه طا لبان یوه متحده ډله بللې او په خبره یې د دوی ترمنځ هیڅ راز درز نه دی پیدا شوی. روبین له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، له دې سره سره چې د طا لبانو ترمنځ ځینې سیالۍ او واړه اختلافات موجود وو او له دې اختلافاتو څخه د دوی (طا لبانو) دښمنانو د دوی پر ضد ګټه اخیستلی شوه خو بیا هم دغه ډله ونه وېشل شوه او خپل یووالی یې وساته. هغه زیاته کړې چې د سيایاې هغه یو میلیارډ ډالري پروژه هم ناکامه شوه چې غوښتل یې طا لبان په ډلو ووېشي.
































