د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانسان پر سیاسي او امنیتي تحولاتو ټلفوني خبرې کړې دي. الخلیج انلاین د قطر د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې محمد بن عبدالرحمان الثاتي له خپل امریکایي سیال انټوني بلینکن سره د افغانستان پر وضعیت ګټورې خبرې اترې کړې دي. راپور کې راغلي، چې الثاني او بلینکن د افغانستان په اړه د دوحې او واشنګټن ترمنځ پر ګډو او نږدې همکاریو ټینګار کړی دی. قطر هغه هېواد دی چې له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو برخه کې امریکا سره پام وړ مرسته کړې ده.
































