د نیمروز ولایت د پاسپورټ مدیریت مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۱۰ میلیونه ۵۱۶ زره ۵۰۰ افغانۍ افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی. د نيمروز د پاسپورت مدیر مولوي نیازمحمد ویلي چې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې دغه مدیریت ١١٠ میلیونو ۵۱۶ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي. هغه زیاته کړې چې یاد مدیرت تېر کال ۱۹۶۴۴ پاسپورټونه وېشلي دي.












