د کندوز تر څنګ په بلخ ولایت کې هم د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې دي. د راپورونو له مخې د نوي حکومت په راتګ سره په مزار شریف ښار کې د نجونو د تعلیم او زده کړو په برخه کې کوم ځنډ او خنډ نه دی رامنځ ته شوی او نجونې کولی شي له لومړي ټولګي تر دوولسم پورې خپلو درسونو ته حاضرې شي. د بلخ د ښاري معارف مدیر مولوي محمد نعیم بلخي وایي چې له تحولاتو سره سره د نجونو په زده کړو کې ځنډ او خنډ نه دی رامنځ ته شوی. هغه وایي د زده کړو د شرایطو د لا ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي او هڅه کېږي چې د هېواد تعلیمي بهیر لا وده وکړي. په دغه ولایت کې ښځینه ښوونکې په مرکز او ولسوالیو کې خپلو دندو ته ستنېږي او د پوهنې ریاست ځایي چارواکي له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان، نجونې او هلکان ښوونځیو ته ولېږي څو د هېواد په پرمختګ او ښه راتلونکې کې ونډه واخلي.
































