نړیواله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي. له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي. دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي. د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اړمنو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي.












