په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په سلګونو افغانان چې ډېری یې د درملنې لپاره هند ته تللي وو د هوایي پروازونو د بندښت له امله بند پاتې شول، خو اوس تازه یې افغانستان ته د رالېږدولو بهیر پیل شوی دی. د یادو مسافرو له ډلې ۱۰۶ تنه یې د تېرې جمعې په ورځ د ایران له لارې هېواد ته رالېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، په دې الوتنه کې ناروغانو، ماشومانو او میرمنو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او ویل کېږي چې په هند کې د بند پاتې افغانانو د انتقال بهیر به دوام ولري.
































