د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت او د بایډن پر مدیریت نیوکه کړې ده. دده په خبره د امریکايي حکومت هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې وایي له افغانستان یې مهم نظامي تجهیزات ایستلي او لسګونه ټانګونه یې ویجاړ کړي دي. دده په خبره دا هر څه پر خپل ځای دي او ادعا یې کړې چې ځينې امریکایي وسلې او تجهیزات په تور بازار کې پلورل کېږي. ټرمپ همدا راز وایي یوازې درې سلنه هغه کسان چې د امریکایي ځواکونو له لوري له کابل هوایي ډګر ایستل شوې په شرایطو برابر دي. دده په خبره امریکایي لوري هېڅ پلان او تګلاره نه لرله، چې باید څوک له افغانستان وباسي نو له همدې امله شاوخوا ۹۷ سلنه داسې خلک ایستل شوي چې په هېڅ صورت په شرایطو برابر نه دي. هغه ټینګار کړی چې باید ددې خلکو په اړه تحقیقات وشي او بایډن دې هم د خپل کمزوري مدیریت په تړاو له فشارونو سره مخ شي.
































