اندونیزیا وایي نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ثبات او ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅه وکړي. د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی دی. دده په وینا دوی او د نړۍ ټول هېوادونه غواړي چې نور افغانستان له دایمي سولې او ثبات برخمن شي. هغه زیاته کړې د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې په افغانستان کې د ثبات د راوستو او سولې لپاره لاس په کار شي او د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي. اندونیزیا په نړۍ کې ستر اسلامي هېواد ګڼل کېږي چې تل یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي.
































