د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټلیفوني مکالمه کې له خپل قطري سیال سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. ددې مکالمې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو رویټرز وایي چې تر ډېره له افغانستان د امریکايي وګړو پر ایستلو بحثونه شوي. د معلوماتو له مخې امریکا له قطر مننه کړې چې له افغانستان یې د امریکايي وګړو د ایستلو په بهیر کې پوره همکاري ورسره کړې ده. قطر د تخلیې په ماموریت کې د امریکا تر ټولو ستر همکار هېواد دی چې له پیله یې تر دې له افغانستان سلګونه امریکایي وګړي ایستلي او ددې بهیر د دوام مسوول دی.
































