د ا.ا.ا لوړو زده کړو وزارت د لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د پوهنتونو د معیاري کولو لپاره لاس په کار شي. د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې د ا.ا کابینې د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره دې پوهنتونونه معیاري کړي او د زده کړو د پیل لپاره دې لاس په کار شي. همدا راز یې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته امر کړی چې د دوی له لارښوونو او اصولو سره سم دې تحصیلي بهیر ته ادامه ورکړي او د نوو شاګردانو په جذب کې دې هم اصول په پام کې ونیسي. کابینه داسې مهال د پوهنتونو د معیاري کولو امر ورکوي چې په کابل کې د ا.ا له واکمنېدو سره سم تر دې دمه د پوهنتونو دروازې د محصیلینو پر مخ تړلې دي او د لوړو زده کړو بهیر ځنډېدلی دی.
































