په کابل کې د ایران سفارت وايي، د کندهار ښار په یو جومات کې د تیرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید ځینې ټپیان یې د درملنې لپاره تهران ته لېږدولي دي.
ایران دغه راز د یادې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مواد هم کندهار ته انتقال کړي دي.
تېره جمعه په کندهار کې پر لمونځ کوونکو د ځانمرګو بریدونو له کبله ۴۷ تنه ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شوي وو.
ددغه برید پړه داعش ډلې منلې وه.
































