د افغانستان ا.ا بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد استعفا ته غبرګون کې ویلي چې دوی د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د متحده ایالاتو دوو ادارو سره مذاکراتو کې ښه پرمختګونه درلودل. یاد وزارت هیله څرګنده کړې ده چې د خلیلزاد له نوي ځایناستي ټام ویسټ سره به په ښه توګه پر مخ لاړ شي او د دوحې هوکړې په بشپړه توګه عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو اړیکې هم عادي حالت ته راوګرځي. د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد له خپلې دندې استعفا کړې ده، د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت یې استعفا منلې او ټام ویسټ یې پر ځای ګومارلی دی.































