د وورستیو راپورونو له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۳۲۱۹۴۸۱ کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۲۸۲۰۱ یې مړه شوي او ۱۰۰۰۳۰۰ کسان بېرته ترې جوړ شوي دي. امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶۴۴۹۱ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۶۱۶۵۶ کسان مړه شوي دي. هسپانیا کې ۲۳۶۸۹۹ کسان په کرونا اخته دي او د مړو شوو شمېر پکې ۲۴۲۷۵ دی. ایټالیا کې ۲۷۶۸۲، فرانسه کې ۲۴۰۸۷، برېتانیا کې ۲۶۰۹۷، جرمني کې ۶۴۶۷، ایران کې ۵۵۱۱ او ترکیه کې بیا ۳۰۸۱ کسان کرونا ویروس مړه کړي دي.
































