ولسمشر غني له افغان سیاسیونو سره د سولې د نوو پرمختګونو په تړاو خپلې غونډې پيل کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې پر نوو پرمختګونو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. اعلامیه وایي چې په دې غونډه کې پخواني جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ګڼو نورو سیاسي څېرو ګډون کړی و. د امریکا تر وروستي لیک او طرحې وروسته دا د افغان سیاسیونو لومړنۍ غونډه ده چې د ولسمشر غني له لوري د سولې په تړاو رابلل کېږي.












