په زابل کې هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستې دي. زابل کې د ا.ا چارواکو ویلي په دې ولایت کې نجونې له کومې ستونزې پرته کولی شي ښوونځیو ته لاړې شي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. سرچینه وایي چې دمګړی په دغه ولایت کې نجونې تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته ځي. ددې تر څنګ نن له بامیانو ولایت خپاره شوي راپورونه هم وایي چې دلته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستې دي. په دې توګه بامیان، زابل، بلخ، کندوز او سرپل هغه ولایتونه دي چې د ښوونځیو دروازې پکې د نجونو پر مخ پرانیستې دي. د افغانستان ا.ا بیا وایي چې په تدریجي توګه به په ټول هېواد کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي. سرچینه وایي چې نجونو ته به د زده کړو پروسه د ښځینه استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
































