کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له راتګ سره سم د تورخم لار د دوه اړخیز تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده. راپورونه وایي چې دغه لار نن د هغو کسانو پر مخ پرانیستل شوې ده چې ویزې او قانوني اسناد ولري. په همدې حال کې نن داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستاني حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو وزیرستانیانو ته هم اجازه ورکړې ده چې د دغې کرښې په اوږدو کې یوې او بلې غاړې ته تګ راتګ وکړي. د یادونې ده چې د تورخم لار له تېرې څه مودې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه او د ډېری افغانانو په باور د دې لارې د تړل کېدو لامل افغانستان او افغانانو ته د اقتصادي ضربې واردول دي.
































