ترکیې هېواد د سږني کانکور اول نمره سلګۍ باران اسماعیلخیل ته په دغه هېواد کې د زده کړې لپاره سکالرشیپ ورکړی دی. په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې دوی سلګۍ ته مبارکي وایي او خوښ دي چې نوموړې ته یې ترکیه کې د زده کړو زمینه مساعده کړې ده. یاد سفارت زیاته کړې چې دوی د ډاکترې په توګه بېرته افغانستان ته د سلګۍ راستنېدو ته سترګې پر لاره دي. د سفارت په خبره، ترکیه په دې برخه کې د افغان چارواکو له مرستو او نږدې همکاریو مننه کوي.
































