ملګرو ملتونو ویلي، یو ځانګړی صندوق یې جوړ کړی چې پر اساس یې اړمنو افغانانو ته د یوه سیسټم له لارې په مستقیم ډول نغده مرسته ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ادارې سختو اړو کسانو ته د ولسي اقتصاد بسپنې په نوم پروګرام اعلان کړ. د دې ادارې رييس اچېم شټاینر ویلي، جرمني لومړنی هېواد دی چې دې صندوق ته یې د ۵۰ میلیونه یورو د ورکولو ژمنه کړې. ملګري ملتونه وايي چې له افغانانو سره د مرستو صندوق ته له هغو پیسو کار اخلي چې د طا لبانو له واک ته رسېدو وروسته کنګل شوي دي. د شټاینر په وینا د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره ۶۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې یوه برخه یې جرمني په غاړه اخیستې ده. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رييس وویل، که دا کار ونه شي په را روان ژمي او راتلونکي کال کې به میلیونونه افغانان ونه توانیږي چې خپل هېواد کې ګوزاره وکړي او مجبوره به وي چې خپلې ځمکې، کورونه او کلي پرېږدي.
































