د امریکا ولسمشر جوبایدن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې، چې د بېړنیو مرستو له صندوق څخه ۹۷۶.۱ میلیونه ډالره له افغان پناه غوښتونکو سره د مرستې په موخه ولګوي. د سپینې ماڼې د بیان له مخې، دا پیسې به د کډوالۍ ناورین سره د مبارزې، د پناه غوښتونکو د اړتیا وړ توکو او د افغانستان وضعیت ته په کتو له خطر سره د مخامخو ډېرو کسانو ته ځانګړې شي. بیان کې راغلي، چې دا پیسې په دوه اړخیزه یا څو اړخیزه توګه ولګول شي. همدارنګه د بودجې ځانګړې برخه به د نړیوالو سازمانو او د امریکا دولتي او نادولتي سازمانونو له لوري مصرف شي.
































