پاکستان یو ځل بیا ویلي چې امریکا ته به د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي هغه راپورونه بې بنسټه دي چې ګواکي پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره خپل هوایي حریم امریکا ته په واک کې ورکړي. سرچینه وایي دوی په دې اړه پرېکړه کړې ده او هغه دا چې له امریکا سره په دې برخه کې همکاري نه کوي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا سترې نظامي الوتکې لکه بي ۵۲ ددغه هېواد له حریم تېرېدلې او بیا یې په افغانستان کې هوایي بریدونه کول. امریکايي چارواکو هم ویلي چې ددغه هېواد د هوایي حریم د کارولو لپاره له پاکستان سره هوکړې ته نږدې شوي دي.
































