مالیزیا وايي هڅه کوي افغان نجونو ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي. د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قمرالدین جعفر ویلي دوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غړو او نورو هېوادونو سره خبرې کوي څو وکړی شي په افغانستان کې د ښځينه وو د تعلیم او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي. د جعفر په وینا دوی په یوازې ځان دا چاره نه شي ترسره کولی باید نور هېوادونه یې هم لاسنیوی وکړي څو په افغانستان کې د نجونو لپاره د لوړو زده کړو ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او تر څنګ یې په تعلیمي برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي. سرچینه همدا راز وایي چې دوی هڅه کوي افغانستان ته سفرونه ولري او له نوي حکومت سره د زده کړو او تعلیم پر فرصتونو خبرې وکړي.











