چین یو ځل بیا له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د افغانستان د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر په دوحه کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري مرستو خبرې شوې دي. چین ویلي چې په وروستیو دوو میاشتو کې د نوي حکومت په راتګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي او د لا پراختیا په حال کې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او ددغه هېواد تر څنګ ولاړ دي. ملا برادر هم له چینایي لوري مننه کړې چې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. هغه ډاډ ورکړی چې له ټولې نړۍ سره د سالمو او ګټورو اړیکو ملاتړي دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې کوي.
































