د شفافیت څار بنسټ د کانونو د دوو سترو قراردادونو تر ورکړې وروسته د هېواد د طبیعي زېرمو پر معاملې اندېښنه ښودلې ده. د څار بنسټ وایي، چې حکومت باید د کانونو مدیریت په خپلو امنیتي ستراتېژیو کې شامل او همداشان د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې ورته ځای ورکړي. هغه دا مني چې افغان حکومت د کانونو د سکتور د عوایدو د لوړولو په برخه کې تر فشارونو لاندې دی، خو ټینګار یې کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې دې ته ورته د کانونو تړونونو کې د فساد او شخړو له امله خلکو د ګټې پر ځای زیانونه ګاللي دي. د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ دغه راز له حکومت څخه غوښتي چې په جګړه ځپلو سیمو کې له کانونو سره د سم چلند لپاره په بېړني ډول یوه ځانګړې امنیتی او مدیریتي ستراتېژي جوړه کړي او دغه راز په هغو سیمو کې چې د غیرقانوني وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې دي، په لوړه کچه تړونونه داوطلبۍ ته ونه سپاري.
































