د بهرینو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو او له کرونا سره د مبارزې او اوربند په اړه خبرې کړې دي. جواد ظریف له حنیف اتمر وړاندې نن غرمه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره هم په ټلیفوني خبرو کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. دا په وروستیو دوه اوونیو کې څویم ځل دی چې جواد ظریف له افغان لوړ پوړو چارواکو سره ټلیفوني خبرې کوي.
































