د افغانستان ا.ا د وزیرانو شورا غونډه کې د هېواد پر وروستي اقتصادي وضعیت خبرې اترې شوې دي. په همدې اړه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې د بانکونو پر ستونزه، په دې برخه کې پر شته شکایتونو خبرې شوې دي او اړوندو مراجعو ته سپارښتنه شوې ده چې یاده ستونزه وڅېړي او حل لاره یې ومومي. د سرچینې په خبره، د شاه و عروس بند پروژې د تکمیل پر څېړنې او دغه راز د برېښنایي پېژند پاڼو پر دوام ټینګار شوی دی. سرچینه کاږي چې یاده ناسته کې د بهرنیو مرستو پر سالم مدیریت، ټاپي پروژې او نورو موضوعاتو ګټور بحثونه شوي دي.
































