امریکا وایي شاوخوا ۴۵۰ امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې دي. په امریکا کې په وروستیو کې د حکومت او سنا ترمنځ په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو د شمېر پر سر اختلافات رامنځ ته شوي دي. د امریکا سنا امریکايي حکومت په دې کې ناکام بولي چې د تخلیې په ماموریت کې یې مستحق کسان ایستلي نه دي. تازه د امریکا لوړپوړو چارواکو سنا ته ویلي چې دمګړی یې شاوخوا ۴۵۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې دي چې په نږدې ورځو کې به یې له دې ډلې دوه سووه کسان وباسي. سرچینه کاږي چې دوی د پاتې کسانو د ایستلو په لټه کې دي او ډېر ژر به دغه ماموریت بشپړ کړي.











