د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب له افغان پانګوالو غوښتي چې په خپل هېواد کې په روغتیایي برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د سردار محمد داوود خان په روغتون کې یوې غونډې ته کړې دي. ملا محمد یعقوب ویلي، که افغان پانګوال په خپل هېواد کې د روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي، نو هېواد وال به نه اړکېږي، چې ګاونډیو او یا نورو هېوادونو ته د درمنلې لپاره لاړ شي.
دا لومړی ځل دی چې ملا محمد یعقوب د رسنیو پر وړاندې را ښکاره کېږي.











