د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن په دوحه کې د امریکا د ماموریت له مسوول ایین مکیري او ورسره مل اووه کسیز پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د تېرو ناستو پر دوام د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او اړونده موضوعاتو په اړه ژورې او ګټورې خبرې کړې دي. دا لیدنه په داسې حال کې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا د افغانستان ملي پانګه یرغمل کړې او د ازادېدو په بدل کې یې پر طا لبانو د خپلو شرایطو منل غواړي.
































