د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې لا تر اوسه پورې افغان چارواکو د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دي پوره کړې خو دوی هیله لري چې د افغانستان اوسني چارواکي د نړیوالې ټولنې توقعات پوره کړي. هغه زیاته کړې چې دوی له افغان چارواکو څخه هیله لري څو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. قریشي په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې پاکستان د دغه هېواد ارضي تمامیت ته په درناوي د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی.












