د اشرف غني سرتمبګي او د افغان چارواکو ځانغوښتنې د افغان حکومت د سقوط سبب شوې. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په یوه انلاین غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې امریکا له لومړي سره په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفه وه، خو له فساده په ډکو ټاکنو کې اشرف غني ځان د افغانستان ولسمشر اعلان کړ او د نړیوالو یوې مشورې ته یې هم ارزښت ور نه کړ. خلیلزاد وایي په ځلونو یې هغه ته وویل، چې باید له طا لبانو سره د ګډ حکومت لپاره کار وکړي، موقت حکومت دې جوړ شي، جګړې دې ودرول شي او اجازه دې ورکړل شي چې امریکايي عسکر له افغانستان ووځي. خلیلزاد زیاتوي چې غني سرتمبه و، پر خپلو غلطو او ناسمو معلوماتو یې ټینګار کاوه، ځان یې د جګړې ګټونکی باله او په پایله کې یې د افغانستان حکومت ټوټې کړ. نوموړي همدا راز د ولسمشر غني په کړۍ کې د پراخ فساد، د افغان چارواکو نه ژمنتیا او د جګړې په لومړۍ کرښه کې پوځيانو ته نه پاملرنه ددې ماتې نور ستر لاملونه بولي. خلیلزاد وایي چې اشرف غني په خپلو ناسمو سیاستونو، بېځایه ټينګارونو او د چا مشورې د نه منلو له امله د میلیونونه انسانانو په ژوند لوبې وکړې او هر څه یې برباد کړل.































