د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مُهیر الدین سره د افغانستان په اړه خبرې کړي. د راپورونو له مخې دواړو لورو د خبرو پر مهال توافق وکړ چې د افغانستان برخه کې به خپله همغږي پیاوړې کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې لاوروف او مهیر الدین ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو او ځینو نورو غونډو پرېکړې باید په همغږۍ سره عملي شي. دوې اونۍ مخکې د مسکو په غونډه کې روسیې وویل چې که طا لبان د نړیوالو له خوا د خپل حکومت په رسمیت پېژندل غواړي، نو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې باید د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
































