د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې پر اوربند ټینګار وکړ. انتونیو ګوترش وايي چې ملګرو ملتونو ډيرې هڅې پيل کړې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. د ملګرو ملتو سرمنشي د کرونا وبا د خپرېدو له امله تېره میاشت هم په ټوله نړۍ کې د افغانستان په ګډون چې جګړې پکې روانې دي د ښکېلو ډلو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې وه. ګوترش ویلي، چې تر دې دمه په نړۍ کې ۱۶ وسله والو ډلو د ده غوښتنه منلې ده او اوربند ته یې غاړه ایښې ده.
































