د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره د افغانستان په موضوعاتو کې پر ګډو همکاریو هوکړه کړې ده. اناتولي اژانس نن راپور ورکړی دی چې اردوغان له بایډن سره د جي-۲۰ غونډې په څنډه کې د افغانستان پر موضوع خبرې اترې کړې دي. اردوغان په یوه خبري ناسته کې ویلي چې له بایډن سره یې د افغانستان، سوریې، لیبیا او مدیترانې سمندر په اړه تر خبرو ور هاخو د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم توافق کړی دی. اردوغان دغه راز څرګنده کړې چې ترکیه به د ناټو سازمان په چوکاټ کې له خپلو متحدینو سره یو ځای د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
































