د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دی وایي، یوازې ۷۵ مثبتې پېښې په کابل کې دي. په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښې شمېر۲۴۹۶ ته رسېدلې دي. مایار وایي، چې د نورو عامو وګړو تر څنګ تر اوسه پورې ۲۴۹روغتیاپالان هم پر کرونا ویروس اخته شوي دي. د مایار په خبره په تېرېو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، چې د ټولو روغ شویو کسانو شمېر۳۳۱ تنو ته رسېږي. په افغانستان کې تر اوسه پورې له کرونا ناروغۍ ۷۳ کسه مړه شوي دي. وحیدالله مایار په څرخي پله زندان کې د کرونا ناروغۍ له کبله د یوه بندي مړینه هم رد کړې ده. له دې وړاندې طالبانو ادعا کړې وه چې په دې ډله پورې اړوند یو زنداني په څرخي پله زندان کې د کرونا ناروغۍ له کبه مړ شوی دی.
































