په کندهار کې د یو خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي څخه د یو شمېر نجونو په ګډون د ګڼو محصلینو تر فارغېدو وروسته نن په خوست ولایت کې هم د یو خصوصي پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۱۳۲ تنه ډاکتران فارغ شوي دي. له یاد ولایت څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې، په یادو فارغ شویو محصلینو کې ۴۳ نجونې او ۸۹ نور هغه یې نارینه دي. د یادو محصلینو په فراغت غونډه کې د خوست ولایت ځایي چارواکو د یادو محصلینو پر فارغېدو خوښي څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دوی د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري او له خپله اړخه په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. دا فراغت غونډه پر داسې مهال نیول شوې ده چې په ټول هېواد کې د دولتي پوهنتونونو دروازې د زده کړیالانو پر مخ تړلې دي.
































