د ملي امنيت شورا وياند جاويد فیصل وایي، په کندز کې چې طالبانو ۴۶ کسان ازاد کړي، ۳۹ په کې امنيتي سرتېري او اووه نور په کې ملکي وګړي دي. جاوېد فیصل وایي، حکومت د طالبانو ددې کار هرکلی کوي. نوموړي د حکومت له زندانونو د بنديانو د خوشي کېدو په اړه ويلي چې د ولسمشر غني د فرمان اړوند د عمر، روغتيايي وضعيت او د بند د مودې ته په کتو بندیان ازادېږي. دی وایي، تل پاتې سولې ته رسېدل هغه وخت ممکن کېږي، چې طالبان اور بند وکړي، څو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي.
































