دافغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې په وروستیو لسو ورځو کې د ١٣٥ زرو ټنو څخه زیات سوداګریز توکي افغانستان ته وارد شوي دي. ياده اداره وايي د واردو شويو توکو ډېره برخه خوراکي توکي دي. دې ادارې ويلي د روانې میاشتې له لومړۍ تر لسمې نېټې ٢٥٤٨ واګونه چې په تجارتي مالونو بار وو، په حیرتان – مزارشریف، آقینه او تورغونډۍ کې خالي شوي دي. د یادې ادارې په وینا د نورو توکو تر څنګ ۲۵ زره ټنه نفتي توکي، شاوخوا ٧٥٠٠ سوه ټنه ساختماني مواد او څه باندې ٥٢٠٠ سوه ټنه نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
































