یکشنبه, مارچ 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

    اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

    رییس الوزرا: ا.ا د مذاکراتو له لارې د ستونزو پر حل باور لري

    علي رضا رحمت: د ایران او افغانستان سوداګري په عادي ډول روانه ده

    هلمند کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې

    دوجاریک؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتو کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی

  • سیمه
    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    قطر؛ د امریکا سفارت ته نږدې سیمو اوسېدونکي نورو سیمو ته لېږدول شوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته ۳ زره الوتنې لغوه شوې

    پوتین: روسیه چمتو ده د سیمې د ثبات لپاره له ټولو فرصتونو ګټه واخلي

    پاکستان کې د لاریونونو پرمهال ۱۶ کسان وژل شوي دي

    رویټرز: سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه۱۰سلنه زیاته شوې ده

    یونیسکو: د زده‌کوونکو وژل د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده

  • نړۍ
    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    ډونالډ ټرمپ: ایران له موږ مخکې د برید پلان درلود

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

    فوربس: د ایران ارزانه ډرونونه د میلیونونو ډالرو دفاعي سیستمونه ماتوي

    ټرمپ: امریکا پر ایران د روان برید څلور موخې لري

    قطر کې د هر ډول ډرون الوتکو پر استعمال بندیز ولګېد

  • اقتصاد

    مجاهد: له ایران سره د سوداګریزو توکو انتقالات په نورمال ډول روان دي

    د پنجشېر څه باندې ۳۶۰۰ قيراطه زمرد وپلورل شول

    د نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دی

    لغمان؛ د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي

    سمنګان؛ په مرکز ایبک ښار کې د ۹ پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

    افغانستان ته د روسيې د نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    اقتصادي کمېسیون؛ د عوایدو زیاتېدو او د اوبو د لېږد طرحې تایید کړې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

استقلال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2020
in پوهنتون
0 0
0
استقلال د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
68
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

استقلال د لوړو زده کړو خصوصي موسسې خپلې رسمي چارې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې پیل کړې دي. د لوړو زده کړو دې خصوصي موسسې په لومړي سر کې په دوو پوهنځيو (حقوقو او اقتصاد) کې محصلین جذب کړل او عملاً یې د تدریس چارې پکې پیل کړې. د استقلال د لوړو زده کړو خصوصي موسسې علمي او تدریسي مرستیال ښاغلی مجید صدیقي وایي، چې له یوه کال فعالیت وروسته وتوانېدل چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د دوو نورو پوهنځیو (انجنیري او کمپیوټر ساینس) منظوري او جواز هم تر لاسه کړي. ښاغلی صدیقي وایي، چې د لوړو زده کړو دغه موسسه اوسمهال څلور پوهنځي او اته ډیپارټمنټونه لري.

د استقلال د لوړو زده کړو په موسسه کې اوسمهال د دوو زرو په شاوخوا کې محصلین په یادو څلورو پوهنځيو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ سلنه یې ښځينه او پاتې نور یې نارينه محصلين دي. ښاغلی صدیقي وایي، چې تر اوسه پورې د ماسټرۍ پروګرام نه لري، خو کله یې چې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړه، نو لومړنی ګام به یې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلول وي. د دې موسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی دوه ډیپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او نړیوالې اړیکې)، اقتصاد پوهنځی یې هم دوه ډیپارټمنټونه (د سوداګرۍ مدیریت او اقتصاد او تجارت)، کمپیوټر ساینس پوهنځی یې د (معلوماتي ټکنالوژۍ او سافټویر انجنیرېنګ) او انجینیري پوهنځی یې هم دوه ډیپارټمنټونه (ساختمان او برېښنا) لري.

د استقلال د لوړو زده کړو موسسې علمي او تدریسي مرستیال ښاغلی مجید صدیقي وایي، چې تر اوسه پورې یې څلور دورې محصلین فارغ کړي دي. دی وایي، همدا سږ کال یې د څلور سوو په شاوخوا کې محصلین له بېلابېلو پوهنځیو څخه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړل. دی وایي، ډېری محصلین یې له فراغت وروسته په مرکز او ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادرو کې په کار بوخت شوي دي. ښاغلی صدیقي وایي، چې هر کال یې د نویو محصلینو د جذب کچه توپير کوي، چې دغه څه تر ډېره د هېواد په اقتصادي او امنیتي وضعیت پورې هم تړلې خبره ده. خو نوموړی وایي چې هر کال د پسرلي او مني په کانکور کې د څلورو سوو په شاوخوا کې محصلین جذبوي.

د لوړو زده کړو په یاده موسسه کې د تدریس چارې د سلو په شاوخوا کې استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ۱۰ سلنه یې تر دوکتورا، ۴۰ سلنه یې تر ماسټرۍ او پاتې نور یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. صدیقي وایي، چې په استادانو کې یې دایمي او قراردادي دواړه شامل دي. د صدیقي په خبره چې ټول استادان یې د تدریس په چارو کې ښه تجربه لري چې دغه څه مرسته کوي، څو په کار پوه او مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کړي او د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

د استقلال د لوړو زده کړو موسسه نیمه انتفاعي موسسه ده چې ۷۰ سلنه محصلین یې د ځانګړي تخفیف له مخې لوړې زده کړې کوي. د لوړو زده کړو د دې موسسې علمي او تدریسي مرستیال وایي، چې دوی په خپله موسسه کې داسې محصلین هم لري، چې سل سلنه تخفیف یې ورکړی او په وړیا ډول زده کړې کوي. د افغان ځواکونو د کورنیو غړو، د شهیدانو معلولینو د وارثینو لپاره ځانګړی تخفیف لري. د هغو محصلینو لپاره چې له یوې کورنۍ څخه څو کسانو یې په دې موسسه کې نوملیکنه کړې وي او د نورو خصوصي پوهنتونونو او یا بنسټونو څخه د معرفي شویو محصلینو لپاره هم مناسب تخفیف ورکول کېږي. د یادولو وړ ده چې د استقلال د لوړو زده کړو په موسسه کې د ورځې په اوږدو کې څلور وخته تدریس کېږي، نو محصلین کولای شي د خپلو شخصي کارونو تر څنګ په مناسب وخت کې په یاده موسسه کې لوړې زده کړې هم وکړي.

صدیقي؛ کتابتون د کور، ښوونځي او پوهنتون لپاره ضروري بولي او وایي، چې موسسه یې مجهز کتابتون لري، چې په دوو پرخو وېشل شوی دی. په یوه برخه کې یې په هارډ ډول د څلورو زرو په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه چې د پوهنځيو اړوند دي او یا هم نور معلوماتي کتابونه موجود دي. تر څنګ یې په سافټ ډول یا هم ډیجیټالي کتابتون لري، چې د اویا زرو په شاوخوا کې پکې بېلابېل سندونه، مقالې او کتابونه ځای پر ځای شوي، چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخته له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي او مطالعه پکې وکړي. ښاغلی صدیقي وایي، چې پر یوه بل کتابتون هم کار کوي چې د سل زره ټوکه کتابونو درلودونکی به وي. دی وایي، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به دغه کتابتون هم فعال کړي.

د استقلال د لوړو زده کړو موسسې علمي او تدریسي مرستیال وایي، چې په ټوله کې په کور دننه له خصوصي او دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، چې تر څنګ یې په ځانګړي ډول له البیروني پوهنتون سره د علمي همکاریو هوکړه هم لاسلیک کړې ده. نوموړی وایي، چې له هېواده د باندې یې تر اوسه یوازې په قبرس کې له یوه پوهنتون سره د علمي اړیکو هوکړه لاسلیک کړې ده چې له مخې به یې خپل محصلین تر فراغت وروسته دغه پوهنتون ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ور معرفي کوي. دی وایي، په دې برخه کې یې له ځینو پوهنتونونو سره خبرې هم کړې دي، چې د علمي اړیکو هوکړې ور سره لاسلیک کړي، څو فارغ شوي محصلین او استادان د لا نورو لوړو زده کړو، تجربو او وړتیاوو لوړولو لپاره دغو پوهنتونونو ته واستوي او په خورا اسانۍ سره د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه پکې تعقیب کړي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره وایي، چې تر فراغت وروسته د محصلینو تدریسي سندونه د تایید او ارزیابۍ لپاره لوړو زده کړو وزازت ته استوي او تر ارزونې وروسته فارغ شوي محصل ته تحصیلي اسناد ورکول کېږي، څو وکولای شي د دغو اسنادو په وسیله دنده پیدا کړي او نورو لوړو زده کړو ته ور باندې ادامه ورکړي. ښاغلی صدیقي وایي، چې تر اوسه پورې ورته د ډیپلومونو د وېش وار نه دی رسېدلی، کله چې نوبت ورته ورسېږي، نو فارغ شویو محصلینو ته به ډیپلومونه هم ورکړي. د صدیقي په خبره، محصلینو ته یې د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم برابره کړې ده، د بېلګې په توګه سږ کال یې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته تقویتي ټولګي جوړ کړي و، د کمپیوټر ساینس د محصلینو لپاره یې د پروګرامېنګ او افیس پکېج پروګرامونه تدریس کړل، د انجنیري پوهنځي محصلینو ته یې د ټولو اتو سمسترونو درسونه په ویډیویي ډول برابر کړي او دې ته ورته نور فعالیتونه. ښاغلی صدیقي وایي، چې تر څنګ یې وخت ناوخته محصلینو ته سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي، د حقوقو په پوهنځي کې تمثیلي محکمې جوړوي او له یو شمېر وزراتونو او نورو ادارو سره هوکړې لري، چې له مخې یې محصلین د عملي کار لپاره ور استوي او تجربې تر لاسه کوي.

د دې موسسې ادره وایي، چې د کیفیت د تضمین په هغه پروګرام کې چې د لوړوړ زده کړو وزارت لخوا عملي کېږي، تر اوسه پورې بریالي راوتلي او هیله لري، چې پاتې دورې به یې هم په بریالۍ توګه تر سره کړي. صدیقي وایي، چې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او د نویو پوهنځیو جوړول یې په راتلونکو پلانونو کې دي.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د خصوصي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته د تحصیلي اسنادونو په ورکړه کې ځنډ د استقلال د لوړو زده کړو موسسې له لویو ستونزو څخه بلل کېږي. ښاغلی صدیقي د دې ځنډ لامل د خصوصي پوهنتونونو زیاتوالی او د لوړو زده کړو په وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو په ریاست کې د تشکیل او کارکوونکو کموالی بولي. دی وایي، د کارکوونکو دغه کموالی د دې لامل کېږي، څو محصلین په میاشتو میاشتو په تمه پاتې شي. نوموړی وایي، که څه هم دوی لوړو زده کړو وزارت ته د محصلینو اسناد پر وخت سپاري، خو بیا هم د وزارت لخوا د اسنادو په تایید او ارزونه کې ځنډ راځي. که څه هم چې ښاغلي صدیقي په یاده موسسه کې د نورو ستونزو په اړه څه ونه ویل، خو د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ توپیر کوي. د ډېری خصوصي پوهنتونونو مسوولین وایي، دا چې خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، نو لوړو زده کړو وزارت ته پکار ده چې له دوی سره هر اړخیزه مرسته وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر خپلو پښو ودرېږي. د دایمي ځایونو نشتون، لوړې مالیې، د ۲۴ ساعته برېښنا نشتون، په علمی رتبو کې د استادانو نه شاملول او د لا نورو لوړو زده کړو، تجربو او وړتیاوو تر لاسه کولو لپاره د محصلینو او استادانو بهر ته نه استول او په بورسونو کې ونډه نه ورکول، د خصوصي پوهنتونونو اساسي ستونزې بلل کېږي.

Share68Tweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In