د افغانستان ا.ا د امریکا د هغه اقدام هرکلی کړی دی چې ویلي یې دي له طالبانو سره خبرو اترو ته پر چمتووالي بوخت دي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري او په دې برخه کې د امریکا له لوري د وروستي اقدام هرکلی کوي. مجاهد په خپلو وروستیو څرګندونو کې زیاته کړې چې د ستونزو د حل په برخه کې مذاکره ښه نتیجه لري، دا ښه اقدام دی چې امریکا د خبرو لپاره چمتووالی نیسي. د نوموړي په وینا، متحده ایالاتو تر دې وړاندې هم د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوله اوس هم چې کومې ستونزې پاتې دي دا د خبرو له لارې د حل وړ دي او دوی یې هرکلی کوي. مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي چې دوی د افغانستان له ا.ا سره خبرو ته پر تیاري بوخت دي.
































