د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا ټاکل شوي استازي سهیل شاهین ویلي چې دوی له نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د مثبتو اړیکو رغولو او په بشپړه توګه د دوحې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي. نوموړي دغه راز پر خپل ټویټر د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني له قوله ویلي چې د دوی تېره جګړه د ازادي د لاسته راوړلو لپاره وه او دا یې مشروع حق و. شاهین د همدې پر دوام لیکلي چې دوی له دې وروسته له نړۍ سره دوه اړخیز مثبت روابط غواړي او چمتو دي چې د نړۍ د اعتبار لاسته راوړلو لپاره اړین اقدامات هم وکړي. د یادونې ده چې سهیل شاهین د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو لپاره د خپل سفیر په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د ا.ا دا غوښتنه منلې نه ده.
































