د افغانستان ا.ا په هند کې د جوړېدونکي کنفرانس هرکلی کړی دی. د ا.ا د مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ویلي چې نن په هند کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کنفرانس جوړېږي او دوی یې هرکلی کوي. دده په خبره دغه کنفرانس د افغانستان په ګټه بولي او ا.ا تمه لري چې ددې کنفرانسونو په راتلونکو پړاوونو کې ګډون ولري. ټاکل شوې چې نن په پلازمینه نوي ډهلي کې د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان د ملي امنیت سلاکاران د افغانستان په اړه خبرې وکړي. دغه کنفرانس د هند په کوربه توب جوړېږي چې په هغه کې چین او پاکستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو یادو هېوادونو په دې کنفرانس کې خپل ګډون رد کړی دی.
































