د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ناستې ته په خبرو کې یو ځل بیا د افغانستان د اوسني بحران پړه پر امریکا اچولې ده او زیاته کړې یې ده چې غرب ځانګړې توګه امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پر افغانستان یرغل وکړ، شل کاله یې په بېلو پلمو خلک ووژل او بلاخره پرته له کومې لاسته راوړنې خپله وتښتېدل او افغانستان یې تر پخوا ډېر فقیر او بېچاره یو عالم ستونزو ته یوازې پرېښود. هغه دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ ته په اشارې ویلي چې د افغانستان له روان ناورین څخه به ترهګرۍ ډلې د یو فرصت په توګه ګټه واخلي او سیمه به له بېساري ستونزو سره مخ کړي، نو ټولو سیمه ییزو هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان لاسنیوی وکړي او دغه هېواد له روان بحران څخه وباسي. شمخاني دغه راز له بحرانه د افغانستان د وتلو بله لار په دغه هېواد کې د یو ټولشموله دولت جوړول بللي او زیاته کړې یې ده چې ا.ا باید ټولو افغانانو ته په خپل دولت کې ځای ورکړي څو ټول افغانان ځان مسوول وبولي او خپل هېواد له ستونزو څخه وباسي.
































