د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي. متقي دا څرګندونې پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړي دي. هغه ویلي، کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته. سره له دې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو متقي وویل هیواد وړوکي پوځ ته اړتیا لري او د هغه په قول د داسې کسانو نه باید جوړ وي چې وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري.
نوموړي په خپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړیدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي. متقي همدارنګه ادعا وکړه چې اوسنۍ کابینه یې ټولشموله ده او د افغانستان د مختلفو پرګنو غړي پکې برخه لري خو وایي چې نړیواله ټولنه کوښښ کوي طالبان مجبور کړي چې سیاسي مخالفینو ته په کابینې کې ځای ورکړي. متقي وویل چې دا په بل ځای کې ممعول نه دی.
































