د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د المان او هالنډ له ځانګړو استازو جاسپر وایک او ارنیل دیبونټ سره کتلي دي. د یاد وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په خبره، په دې لیدنه کې د المان او هالنډ هيوادونو ګډ پلاوي د افغانستان نوي حکومت سره پر بشري مرستو او راتلونکو سياسي اړيکو خبرې کړې دي. د هغه په خبره، یادو هېوادونو ژمنه کړې ده چې داسې لارې ولټوي ترڅو ښوونکو او روغتیایي کارکونکو ته د هغوی معاشونه ورکړي. بلخي زیاته کړې ده چې متقي له یادو هېوادونو څخه له نوي حکومت سره مثبت لور ته له ګام اخستلو مننه کړې او سپارښتنه يې کړې ده چې د معاشاتو برخه کې دې هڅه وشي چې مرستي مستقيما د مامورينو بانکي حسابونو ته نقل شي تر څو په دې توګه له اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.
































