د امریکا خزانې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان په اړه له قطري چارواکو سره د خپل یوه لوړپوړي استازي د لیدنې خبر ورکړی دی. رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا د خزانې وزارت استازي والي اډیمو له لوړپوړو قطري چارواکو سره د افغانستان پر وروستي وضعیت ځانګړې توګه له دغه هېواد سره پر بشري مرستو خبرې اترې کړې دي. راپور د امریکایي چارواکو له قوله کاږي، چې اډیمو د قطر د لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز التهاني په ګډون له یو شمېر نورو مهمو دولتي چارواکو سره کرونا سره پر مبارزې، د افغان ملي پانګې پر ازادولو او نورو پام وړ موضوعاتو ګټورې خبرې کړې دي. په همدې حال کې دواړو لوریو له غیرقانوني پانګونې سره پر مبارزې هم ټنیګار کړی دی.
































