سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. عربي رسنیو ویلي چې سعودي عربستان تر درې میاشتني ځنډ وروسته تازه پرېکړه کړې چې په کابل کې خپل ديپلوماتیک ماموریت بېرته پيل کړي.
سرچینه کاږي چې ډېر ژر به سعودي عربستان خپل سفارت په کابل کې پرانیزي. په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم ډېری هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل خو ورو ورو د ځینو سفارتونو پرانیستل کېدل پیل شوي دي.
تازه متحده عربي اماراتو خپل سفارت پرانیستی او داسې راپورونه خپاره شوي چې آلمان به هم ډېر ژر خپل سفارت پرانیزي. د بهرنیو چارو وزارت هم په تازه څرګندونو کې ویلي چې ځينې اروپايي هېوادونه او ان د ناټو غړي هېوادونه به هم ډېر ژر خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي.































