راتلونکې اونۍ امریکا او طا لبان په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پيلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځي او له طا لبانو سره به د دوو اونیو لپاره مذاکرات کوي.
ټاکل شوې چې په دې پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې پر بېلو مسایلو خبرې وشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایي چې تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو او هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ته ورته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادي وضعیت به بحثونه کېږي.
ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړي او د امریکا له ځانګړي استازي سره به یو امریکايي پلاوی هم مل وي چې په دې مذاکراتو کې به برخه اخلي.
































