ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشړولو خبرې کوي. د راپورونو له مخې راتلونکې اونۍ به یو ایرانی پلاوی افغانستان ته راشي او دلته به له افغان لوري سره د ایران-افغانستان رېل پټلۍ پر پاتې چارو خبرې وشي. ددې تر څنګ به یاد پلاوی پر ګڼو نورو اقتصادي او سوداګریزو مسایلو هم له افغان لوري سره خبرې وکړي.
په هرات کې د بهرنیو اړیکو مسوول مولوي شېر احمد رسنیو ته ویلي چې دغه پلاوی به د رېل پټلۍ پر بشپړولو، نوو تمځایونو پر جوړولو او ددغه پټلۍ د درېیم فاز پر ستونزو له افغان لوري سره خبرې کوي. هغه وایي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي چې دغه ډول سفرونه د یادو هڅو برخه ده.
د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ چارې له کلونو راهیسې روانې دي، چې دا لاره تر هرات جوړه شوې ده، خو لا هم د ځینو ستونزو له امله بشپړه شوې نه ده.
































