د کډوالو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان سخت ژمی را روان دی او هره ورځ د بې ځایه شوېو د شمېر د زیاتېدو او زیانمنېدو خطر زیاتېږي. دغې ادارې په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، شپه او ورځ کار کوي چې په ټول افغانستان کې شااوخوا دوه لکه کسانو ته خپلې ژمنۍ مرستې ورسوي. عام افغانان وايي افغانستان ته یو نسبي امن راغلی دی، خو خلک په اقتصادي لحاظ له ستونزو سره مخامخ دي. په سلګونو روغتونونه تړل شوي. دولتي روغتونونه د دارو درملو له کموالي سره مخامخ دي. د خلکو له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او خلکو ته د کار شرایط هم برابر نه دي. د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې اتلس میلیونه او څلور لکه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
































